د ا.ا کانونو او پټرولیم وزیر د اوزبیکستان له مرستیال صدراعظم «جمشید خواجهیف» او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې هدایت الله بدري او جمشید خواجهیف د کندلان د مسو کان د اکتشاف د هوکړې د عملي کېدو، د طوطي میدان د ګازو پروژې د تړون د پلي کېدو، د اوزبیکستان د دولتي شرکتونو له لوري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دواړو لوریو همداراز د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه هم هراړخیز بحث کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړه لیکونو د پلي کېدو بهیر ارزول شوی او د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې د لا پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټینګار شوی دی.
د یادولو ده چې کابل ته راغلي اوزبیکستاني پلاوي همداراز د اسلامي امارت رییسالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د امارتي شرکتونو عمومي رییس، مولوي احمدجان بلال او د ملي پراختیا امارتي شرکت اجراییوي رییس، عبدالرحمن عطاش سره هم کتنې کړې دي.
ټاکل شوې چې راغلی پلاوی به له افغان سوداګرو سره د افغان – اوزبیک سوداګریز فورم کې هم ګډون وکړي.


