طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې مرستیال ویاند تاجمحمد همت اعلان وکړ چې د چنګاښ له ۱۹مې راهیسې، طبیعي پېښو په ټول افغانستان کې ۳۴ کسان مړه کړي او ۲۹ نور یې ټپیان دي.
همت وویل چې دا سېلابونه په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، بدخشان، لغمان او نورستان ولایتونو کې راغلي دي.
د هغه په وینا، دې پېښو کورونو، زیربناوو او کرنې سکتور ته پراخ زیانونه اړولي دي. د ورکړل شویو احصایو پر بنسټ، ۲۶۶ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۸۱۷ نور کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي. همدارنګه، ۱۳۷ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۳۱ نور دوکانونه زیانمن شوي دي.
همت زیاته کړه چې د دې پېښو په پایله کې، ۲۲۲ د اوبو څاګانې او ۲۸ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي، ۲۶۶ څاروي مړه شوي او د ۷۲۳۳ جریبه کرنیزې ځمکې فصلونه او ۷۴۱۰ ونې ویجاړې شوې دي.
د طبیعي پېښو سره د چمتووالي د ملي ادارې د مرستیال ویاند په وینا، دې پېښو د ۳۹ موټرو د ویجاړېدو، ۲۳۲ کورنۍ بې ځایه کېدو او په ټولیزه توګه څلور زره او ۴۶ کورنۍ اغېزمنې کړې.


