Monday Dec 17, 2018

راشد خان یوځل بیا د کرکټ په نړی کې تاریخ جوړ کړ

نوشته شده توسط khaama - Sat Dec 23 2017, 5:30 am

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان یوځل بیا د کرکټ په نړی کې تاریخ جوړ کړ.

نوموړی چې دا مهال د اسټرالیا په غوره لیګ یا بېګ باش لیګ کې لوبه کوي، تېره ورځ وتوانید چې د اډیلیډ سټرایکرز لپاره دوه پر له پسې وکټونه او د سیډني ټندر دوه مهم لوبغاړي له لوبې څخه بهر کړي.

اډیلیډ سټرایکرز د تیرې ورځې د لوبې پچه وګتله او د توپوهنې پرېکړه چې په ۲۰ اوورنو کې او د ۶ لوبغاړو له سوځیدو سره ۱۶۳ منډې جور کړل.

په مقابل کې سیډني سټرایکرز وتواندیل چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو له سوځیدو سره او په ۱۷،۴ اوورنو کې یواځې ۱۱۰ مندې جوړ کړل.

له دې د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان د لوبې د غوره لوبغاړی په توګه وټاکل شو.

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد خان په لومړی ځل د فبروري په میاشت کې د هندوستان په ای پي ایل سیالیو کې لاره پیدا کړل او د حیدراباد سن رایزرز لوبډلې له خوا واخیستل شول.

عیسی خېل د حیدر اباد سن رایزرز له خوا په دیرش لکه هندي کلدارو او راشد خان په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو کې اخیستل شوي وه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید