خانهافغانستاند هېواد په ځینو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې به نن (یکشنبه، د جولای ۲۶مه) د درنو بارانونو، تندرونو او بادونو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دې ادارې په ځینو سیمو کې د ۱۰ او ۳۵ ملي مترو ترمنځ د باران وړاندوینه کړې ده. د کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونه د هغو سیمو له ډلې دي چې د دې هوا له امله به زیانمن شي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له خلکو غوښتي چې د دې وضعیت په جریان کې سیندونو، سېلابونو او زیان منونکو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي او د مخنیوي تدابیر په جدي توګه ونیسي.

افغانستان د کال د ګرمو موسمونو په جریان کې په ځینو سیمو کې د ناڅاپي بارانونو، مونسوني سېلابونو او قوي بادونو له خطر سره هم مخ دی. په ځینو سیمو کې د کافي زیربناوو نشتوالی دا طبیعي پېښې د ځایی اوسېدونکو لپاره لوی خطر رامنځته کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه