خانهافغانستانسږ کال له ۲۵۰ زرو ډېر سیلانیان پنجشېر ولایت ته تللي 

سږ کال له ۲۵۰ زرو ډېر سیلانیان پنجشېر ولایت ته تللي 

د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې څه باندې ۲۵۰ زره کورنيو او بهرنیو سیلانیانو له دغه ولایت څخه لیدنه کړې ده.

مسوولینو ویلي، په دې کې ۲۵۰ زره کورني او ۱۲۰ بهرني سیلانیان دي چې روان کال یې د پنجشېر ولایت له بېلابېلو طبیعي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د پنجشېر د ځایي مسوولینو په وینا چې دا مهال په یاد ولایت کې امنیت په بشپړه توګه ټینګ دی او د دغه ولایت طبیعي ښکلا د زیاتو سیلانیانو د ورتګ لامل شوي دي. 

پنجشېر د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې زیاتې طبیعي سیمې، تفریحي ځایونه او ځانګړې ښکلا لري او هر کال سلګونه زره کورني او بهرني سیلانیان دغه ولایت ته ورځي. 

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی، او د هېواد په هغو ولایتونو کې شپې – ورځې تېروي چې له کلونو راهیسې جګړې له امله څوک نه دي ورغلي.

بلخوا د اسلامي امارت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بار بار ډاډ څرګند کړی چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره امنیت ټینګ او ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه