پاکستان کې په پرلهپسې توګه د بېوزلۍ او لوږې د پراخېدو په دوام، تازه د دغه هېواد احصایې ادارې ویلي چې هلته د پروسږ کال په پرتله د اوړو بیه ۴۷٫۱۳ سلنه لوړه شوې ده.
د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې په پاکستان کې سږ کال د اوړو ګرانبیهکېدو لامل ۹٫۶۶ انفلاسیون ښودل شوی دی.
د راپورونو له مخې چې په پاکستان د برېښنا، اوبلن ګاز، سون او خوراکي توکو بیې ځکه لوړې شوې چې هلته ورځني لګښتونه زیات شوي، او چارواکو یې د کنټرولولو ډاډ څرګند کړی دی.
په ورته مهال یو شمېر پاکستاني کارپوهانو هلته د توکو د بیو پر لوړېدو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې که حکومت په دې برخه کې سملاسي اقدام ونه کړي، پاکستاني وګړي به له سختې لوږې او بېسارې بېوزلۍ سره مخ شي.
په پاکستان کې د توکو بې داسې مهال لوړېږي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې امنیتي پېښې هم زیاتې شوې، او ناامني اوج ته رسېدلې ده.
د پاکستان ځینې د ځینو ادارو د معلوماتو له مخې چې له تېرو څو کلونو راهیسې د وسلهوالو بریدونو او چاودنو له امله د پاکستاني پوځیانو په ګډون زرګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.


