خانهنړۍد ناروغۍ له امله د  بنګله دېش د ولسمشر استعفا

د ناروغۍ له امله د  بنګله دېش د ولسمشر استعفا

د بنګله دېش د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی، چې د دغه هېواد ولسمشر محمد شهاب‌الدین د جدي روغتیايي ستونزو له امله استعفا ورکړې ده.

رویټرز د ولسمشرۍ دفتر په حواله راپور ورکړ چې شهاب‌الدین د اتوماتیک نیوروپیتي په نامه یوې داسې ناروغي سره لاس او ګریوان دی چې کولی شي هغه په ​​لنډمهاله توګه بې هوښه کړي.

۷۶ کلن شهاب الدین د ۱۴۰۲ هجري قمري کال د غویي له څلورمې راهیسې ولسمشر و. او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې نږدې کس و.

د هغه استعفا یوازې پنځه میاشتې مخکې له دې چې شیخ حسینې بنګله دېش ته راستون شي، وشوه. حسینه په ۲۰۲۴ کال کې د پراخو لاریونونو وروسته هند ته وتښتېده چې د هغې د ګوښه کېدو لامل شوه.

په ورته وخت کې، د شېخ حسینې په مشرۍ د عوامي لیګ ګوند هم بندیز لګول شوی، او د هغې یو شمېر مشران او غړي نیول شوي یا پټ شوي دي.

د بنګله دېش ولسمشرۍ دفتر ویلي چې تر هغه چې نوی ولسمشر ټاکل کېږي د دغه هېواد د ملي پارلمان ریس به د ولسمشر دندې ترسره کړي.

د بنګله دېش په سیاسي نظام کې، ولسمشر د وسله‌والو ځواکونو مشر دی، خو اجرایوي واکونه په عمده توګه د لومړي وزیر او کابینې په لاس کې دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه