ډېری کسان نه پوهېږي چې د بالیووډ مشهور اداکار سنيل شېټي له اداکارۍ وړاندې غوښتل کرکټر شي. هغه چې د ورزش، په ځانګړي ډول د کرکټ، سره ډېره مینه لري، هېڅکله یې تصور نه کاوه چې څو لسیزې وروسته به یې یو مشهور کرکټر زوم شي.
د هند ملي لوبډلې لوبغاړي کېاېل راهول په ۲۰۲۳ کال کې د سنيل شېټي له لور او اداکارې اتهیا شېټي سره واده وکړ. دغه جوړه اوس د «ایواره ویپولا» په نوم د یوې لور مور او پلار دي، چې تېر کال یې نړۍ ته سترګې وغړولې.
سنيل شېټي په تازه مرکه کې ویلي، چې له KL راهول سره یې لومړۍ لیدنه د هغه د یوه مینهوال په توګه کړې وه.
هغه وویل: «دا رښتیا هم د یوه مینهوال شیبه وه. ما له هغه سره ډېر مخکې له دې چې دی او اتهیا سره وپېژني، لیدلي وو. تر نن ورځې هم زه هغه هماغسې ګورم؛ یو مؤدب، نرمخویه او عاجز انسان، چې هر ځای او هر وخت د خپلې لوبې له لارې پر ځوانانو ژور اغېز پرېږدي.»
سنيل شېټي دا هم ویلي، چې نه خپل زوم KL راهول ته د کرکټ په اړه مشورې ورکوي او نه هم خپل زوی اهان شېټي ته، چې اوس اداکار دی.
هغه وویل: «زه خپلو دواړو ځوانانو ته مشورې نه ورکوم. زموږ په کور کې د مسلک په اړه خبرې نه کېږي، بلکې د شخصیت او اخلاقو په اړه خبرې کوو. موږ هر څه ډېر ساده ساتو.»
سنيل شېټي، چې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او اوس یې زوم هم یو مشهور کرکټر دی، د بالیووډ د نورو ستورو په څېر د هند غوره لیګ (IPL) له سیالیو او سوداګریزو پانګونو لرې پاتې شوی دی.
خو هغه اوس وايي، که د IPL د پیل پر مهال په ۲۰۰۸ کال کې یې اقدام کړی وای، کولای یې شول د دغو سیالیو یوه لوبډله واخلي، ځکه هغه مهال یې مالي توان هم درلود. نوموړی دا فرصت د خپل ژوند له سترو پښېمانیو څخه بولي.


