نړیوالو رسنیو «پېرو» هېواد کې د اورلګېدنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د لسو کسانو له مړینې خبر ورکړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې دا اورلګېدنه د دغه هېواد پلازمېنې «لیما» په یو استوګنیز کور کې رامنځته شوې چې له امله یې تر دې دمه د لسو کسانو مړینه تایید شوې ده.
په راپورونو کې د اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د پېرو هېواد د پولیسو په حواله ویل شوي چې د دې خونړۍ پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
بلخوا ځايي رسنیو لیکلي چې د اورلګېدنې پرمهال یو شمېر هغه کسان هم ټپيان شوي چې د اور وژنې لپاره دغه استوګنځي ته ورغلي وو.
څه موده مخکې هم په یاد هېواد کې د خونړۍ اورلګېدنې له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی و او یو استوګنیز کور په بشپړه توګه سوځېدلی و.
د اورلګېدنې پېښې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي چې ستر لاملونه یې د ګازو ډبې چاودنې، له حده زیاته ګرمي او د وسایطو ناسم استعمال بلل کېږي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د امریکا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځنګلي اورلګېدنې پېښې هم زیاتې شوې چې د اقلیمي بدلون کارپوهان یې اندېښمن کړي دي.


