په مالیزیا کې د ا.ا سرپرست سفیر، نقیب الله احمدي د برناوی دارالسلام له ځینو پوهنتونونو څخه لیدنه کړې، او له مسوولینو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې لیدنو کې د لوړو زدهکړو، علمي او څېړنیزو همکاریو، د استادانو او محصلینو د تجربو پر تبادلې او ګډو علمي پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت سرپرست سفیر، نقیب الله احمدي او اړوندو لوريو د پوهنتونونو ترمنځ په همکاريو، تحصیلي فرصتونو او ګډو علمي فعالیتونو پر لا پراختیا ټینګار کړی.
احمدي تر دې مخکې د برناوی دارالسلام له یو شمېر چارواکو سره هم کتلي وو، او د بېلابېلو اړیکو د پراختیا په اړه ورسره غږېدلی و.
اسلامي امارت تر اوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د بهرني سیاست په برخه کې یې استازي په ډېرو هېوادونو کې د پخواني جمهوري نظام پرځای فعال دي او وخت ناوخت د کوربه هېوادونو له چارواکو سره رسمي لیدنې – کتنې لري.
بلخوا د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت هم ډاډ څرګند کړی چې د افغانستان بهرني سیاست په برخه کې یې استازي فعال دي، او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.


