د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د ملکي اټومي انرژۍ هوکړې له لاسلیک وروسته په منځني ختیځ کې د اټومي وسلو د پراختیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
کارپوهانو ویلي چې د دې هوکړې له مخې به ریاض ډېر اسانه د امریکايي ټکنالوژۍ په کارونې د یورانیمو غنيکول او اټومي بټۍ جوړول پیل کړي، او همداراز به اټومي وسلو ته د لاسرسي زمینه ورته برابره شي.
د رویټرز په راپور کې راغلي چې د ریاض او واشنګټن ترمنځ دا هوکړه به د امریکا کانګرس ته واستول شي، او هغوی به یې په ۹۰ کاري ورځو کې وڅېړي.
دا هوکړه داسې مهال کانګرس ته استول کېږي چې تازه امریکا په سیمه کې اټومي وسلو ته د نهلاسرسي په موخه له ایران سره پراخه جګړه پیل کړې ده. کارپوهان په دې باور دي چې امریکا له یوې خوا ایران د یورانیمو غنيکولو ته نه پرېږدي، خو بلخوا بیا له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي انرژۍ هوکړې لاسلیک کوي.
د کارپوهانو په وینا چې دا ډول هوکړې په سیمه کې د اټومي وسلو د پراخېدو په اړه اندېښنې راپيدا کوي او کېدای شي د یوې بلې جګړې لپاره زمینهسازي وشي.


