خانهافغانستانرحمت‌شاه د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر او ګربز مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوي

رحمت‌شاه د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر او ګربز مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوي

افغان کریکټ‌بورډ وايي، د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی، د یادو دواړو بڼو د لوبډلمشر په توګه او رحمن‌الله ګربز یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکلي دي.

کریکټ‌بورډ نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښاغلي شهیدي د لوبډلمشرۍ پر مهال افغان لوبډلې بېلابېلې بریاوې او لاسته راوړنې ترلاسه کړې او کرکټ د درجه بندۍ له اړخه هم افغان لوبډلې ډېر ښه مخته تګ وکړ چې ډېرې سترې بریاوې پکې شاملې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ” د خپلې لوبډلمشرۍ په موده کې په ۵۵ سیالیو کې لوبډلمشري وکړه چې له ډلې یې ۲۷ سیالۍ د افغانستان په نوم په بریا سره ثبت کړې. نوموړي دغه راز د ۲۰۲۳ز کال په نړیوال جام کې هم څلور سترې بریاوې ترلاسه کړې چې د انګلستان، پاکستان، نیدرلنډ او سریلانکا په څېرو سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې او په یادو سترو سیالیو کې يې شپږم مقام د افغانستان په نوم کړ.”

د کریکټ‌بورډ په وینا، شهیدي په خپله لوبډلمشرۍ کې د چمپین ټرافي سیالیو پر مهال هم د انګلستان په څېر سترې لوبډلې ته ماته ورکړه او په یادو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره پنځم مقام خپل کړ.

کریکټ‌بورډ زیاته کړې، د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر دغه راز په خپلو بریاو او لاسته راوړنو په دوام سره افغانستان ته د لومړني ځل لپاره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې اووم مقام ورپه برخه کړ چې دا هم یوه کارنامه بلل کېږي او دغه راز ښاغلي شهیدي د ۲۰۲۴ او ۲۵ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره پنځه دوامداره لوبلړۍ هم وګټلې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د رحمت شاه ترڅنګ به رحمن الله ګربز په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت پر غاړه ولري او دواړه به یاد مسوولیت د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ پر مهال پر غاړه واخلي او د افغانستان لپاره به ډېرې مثبتې کارنامې په نوم کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه