خانهافغانستاند ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومټره څخه د ۱۲۷ کیلومټرو مسیر بشپړېدل

د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومټره څخه د ۱۲۷ کیلومټرو مسیر بشپړېدل

د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د معلوماتو پربنسټ دا مهال ټاپي پروژه کې ۵۹۵ کسان په امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې پر دندو بوخت دي او د هغوی لویه برخه د پروژې د امنیت د تأمین په برخه کې فعالیت کوي.

د کانونو او پترولیم وزارت نن(چهارشنبه، د چنګاښ ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې پروژې  د ۱۵۳ کیلومټره مسیر له برخې ۱۲۷ کیلومټره مسیر چمتو شوی، ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې، د ۱۰۸ کیلومټره د څارنې په موخه سړک جوړ شوی، ۷۸ کیلومټره ځای کیندل شوی او ۳۶ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښ شوې ده. همدارنګه د پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومټره نللیکې انتقال هم بشپړ شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د هرات لپاره د ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي. په دې لړ کې یوه خصوصي کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې شاوخوا ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه وکړي، چې له امله به یې ۳ زره کسانو ته مستقیم او شاوخوا اویا زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د یادولو ده چې د دغې سترې پروژې په بشپړېدو سره به هرات په هېواد کې پر یوه مهم صنعتي مرکز بدل شي. تمه ده چې د طبیعي ګازو په رارسېدو سره به زرګونه تولیدي فابریکې فعالې شي، د انرژۍ په برخه کې به د صنعت او سوداګرۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي، د برښنا د تولید ظرفیت به لوړ شي او د کیمیاوي، پتروشیمي او نورو صنعتي محصولاتو د تولید زمینه به هم برابره شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه