د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد په یو شمېر دولتي ادارو کې د نویو ګمارنې اعلان وکړ او ویې ویل چې دا بدلونونه د ا.ا مشر د حکم پر بنسټ شوي دي.
هغه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د ا.ا د مشر د حکم پر بنسټ، د جوزجان ولایت پخوانی امنیه قوماندان محمد اسماعیل راسخ د دې ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه، د ۲۱۷ قول اردو پخوانی مرستیال عبدالکریم نفیض د جوزجان د پولیسو د مشر په توګه او د دې ولایت پخوانی والي عبدالله سرحدي د ۲۱۷ قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
په فرمان کې دا هم راغلي چې د کندهار پوهنتون پخوانی ریس عبدالرحمن طیبي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال، د سترې محکمې د دارالافتا ریاست پخوانی غړی عبدالرحمن غزنوي د کندهار پوهنتون د ریس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر پخوانی مرستیال عتیقالله عزیزي د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ریس په توګه ټاکل شوي دي.
دا ټاکنې په داسې حال کې اعلانېږي چې ا.ا په وروستیو میاشتو کې په یو شمېر دولتي ادارو او ادارو کې بدلونونه او تبدیلۍ کړې دي. د ا.ا ویاند له دې وړاندې په بېلابېلو دولتي ادارو کې بدلونونه او ګمارنې اعلان کړې وې.


