د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده د یو پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې صاحبزاده د دغه سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان وسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس، ظفر نزرلوف سره کتلي دي.
د حقشناس په وینا چې له دې ناستې موخه د وسپنې پټلۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د ګډو پروژو تعقیب او د زېربنایي پروژو د پلي کېدو د بهیر چټکتیا وه.
“په دې ناسته کې د افغان ټرانس پروژې د سروې او امکانسنجۍ د چارو د پیل، افغانستان ته د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د سروې او امکانسنجۍ د اسنادو د سپارلو د حیرتان–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د څلورم پورت په ساحه کې د تأسیساتو، نورو ګدامونو او فرعي کرښو د جوړولو، او همدارنګه د حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.”
د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې همداراز دواړو لورو د وسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پر زیاتوالي او سوداګرو او پانګه والو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.


