خانهافغانستاند بښنې نړیوال سازمان: کابل کې پر «امید» روغتیايي مرکز د پاکستان...

د بښنې نړیوال سازمان: کابل کې پر «امید» روغتیايي مرکز د پاکستان برید ښايي جنګي جرم وي

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د مارچ میاشتې په ۱۶مه کابل کې د روږدو د درمنلې پر مرکز د پاکستان برید باید د جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي. 

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې چې پاکستان له دغه برید وروسته د خپلو ادعاوو لپاره هېڅ دلایل نه دي موندلي او ښايي دا برید «جنګي جرم» وګڼل شي. 

د بښنې نړیوال سازمان پر «امید» روغتیایي مرکز د پاکستان برید د بشردوستانه قانون او ټولو اصولو خلاف عمل بللی او په دې اړه یې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده. 

په اعلامیه کې له پاکستاني حکومت غوښتل شوي چې ټول هغه کسان وپوښتي او څېړنې ترې وکړي چې د دغه برید د ترسره‌کېدو مسوولیت یې درلود.

د یادولو ده چې تېره مارچ میاشت پاکستان پوځي رژیم له لوري په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د هوایي برید له امله شاوخوا ۴۰۰ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول. 

هغه مهال د ملګرو ملتونو په ګډون پر بشري حقونو د څار یو شمېر نورو بنسټونو هم د دغه په اړه د جدي څېړنو غوښتنه کړې وه. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه