خانهنړۍممداني له خپلې ژمنې پر شا شو؛ "نیویارک ښار د «بنیامین نتنیاهو»...

ممداني له خپلې ژمنې پر شا شو؛ “نیویارک ښار د «بنیامین نتنیاهو» د نیولو صلاحیت نه لري”

د امریکا د نیویارک ښاروال، زهران ممداني وایي چې نوموړی د اسرائیلو د لومړي وزیر «بنیامین نتنیاهو» د نیولو صلاحیت نه لري. 

ممداني د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې که د اسرائیلو لومړی وزیر نیویارک ته داخل شي، نو سمدلاسه به ونیول شي، خو تازه له دې ژمنې پر شا شوی او ویلي یې دي چې له نوموړي سره د بنیامین نتنیاهو د نیولو صلاحیت نه‌شته. 

هغه ویلي د اسرائیلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د نیولو په اړه د نړیوالې محکمې حکم باید د امریکا فدرالي دولت کار دی، او له واشنګټن یې غوښتي چې دا حکم عملي کړي.  

د نیویارک ښاروال څو ورځې مخکې هم ویلي وو چې د دغه ښار اداره د بنیامین نتنیاهو د نیولو پرېکړه ارزوي، او امکان شته چې د اسرائیلو لومړی وزیر به نیویارک ته له رسېدو سره هممهاله ونیول شي.

زهران ممداني په دې برخه کې داسې مهال خپل ځان «بې‌صلاحیته» بللی چې په وروستیو کې «ډونالډ ټرمپ» ویلي وو چې هېڅوک د «بنیامین نتنیاهو» د نیولو صلاحیت نه لري. 

ټاکل شوې چې د اسرائیلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه