په کابل کې د ایران سفارت د نورستان په مرکز، پارون او یو شمېر نورو سیمو کې د خونړیو سېلابونو له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.
د ایران سفارت د اعلامیې له مخې چې دوی د سېلابونو له امله د افغانستان خلکو ته پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني دي او د ټپيانو لپاره د بېړنۍ روغتیا هیله لري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د نورستان په مرکز، پارون او یو شمېر سیمو کې د خونړیو ورښتونو له امله د ۲۰ کسانو مړینه تایید شوه او همداراز له ۸۰ ډېر نور کسان ټپيان ښودل شوي دي.
د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې چې د دغو سېلابونو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان لادرکه دي او همداراز زیات شمېر استوګنیز کورونه، کرنیز ځمکې او هټۍ ویجاړ شوي دي.
بلخوا په ټولنیزو پاڼو عامو هېوادوالو هم د نورستان په پارون کې د سېلابونو له امله دا مرګژوبله ستر ناروین بللی او له سېلابځپلو سره یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د یادولو ده چې د هواپېژندنې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د هېوادو په بېلابېلو ولایتونو کې د دا ډول ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.


