خانهافغانستانپکتیکا کې څه باندې ۱۵ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

پکتیکا کې څه باندې ۱۵ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

د ا.ا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د مرکزي زون د امارتي غصب‌شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پکتیکا ولایت په یوسف‌خیلو ولسوالۍ کې ۱۵ زره ۲۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده. 

د دغه وزارت په وېبپاڼه لیکل شوي چې دا ځمکه د یوسف خیلو ولسوالۍ د میست کلي په اوو کیلو مترۍ کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب‌شویو ځمکو د استرداد کمېسیون یې تر دې مخکې موضوع بررسي کړې وه. 

د خبرپاڼې له مخې چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه‌ په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې شوه.

سرچینې لیکلي چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفترونو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه کړې چې دغه ټوله ځمکه چې ۱۵ زره او ۲۷ جریبه کېږي، بلندآبه او امارتي ملکیت دی.

عدلیې وزارت همداراز لیکلي چې د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه