خانهنړۍعراق کې د یو امریکایي عسکر وژل‌ کېدل  

عراق کې د یو امریکایي عسکر وژل‌ کېدل  

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په عراق کې د خپل یو عسکر د وژل‌کېدو او یو بل له ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی.

سنټکام ویلي چې دا امریکايي عسکر وړمه ورځ (جولای ۱۸مه) د ناچاوده توکو د شنډولو پرمهال وژل شوی، او یو بل عسکر ټپي شوی هم دی.    

د امریکا مرکزي قوماندانۍ همداراز ویلي چې له دې پېښې یوه ورځ مخکې (جولای ۱۷مه) په اردن کې د ایران د بریدونو له امله دوه امریکایي پوځیان وژل شوي وو.

سرچینې د وژل‌شویو عسکرو هویت نه دی په ډاګه کړی او ټینګار یې کړی چې د وژل‌شویو عسکرو کورنیو ته به په رسمي ډول خبر ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نهو ورځو راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ بیا پیل شوی او دواړو هېوادونو یو د بل پر تاسیساتو پراخ بریدونه پیل کړي دي. 

د امریکا مرکزي قوماندانۍ تر دې مخکې ویلي وو چې له ایران سره د بیاځلي جګړې له پيل راهیسې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۵۰ پوځیان ټپيان شوي دي. 

بلخوا ایراني چارواکو بیا ویلي چې په منځني ختیځ کې پر امریکایي اډو د ایران د بریدونو له امله لسګونه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه