د ا.ا کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت خبر ورکړی چې په ننګرهار ولایت کې یو کس د ۴ زره ۳۷۹ نشې ګولیو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا کس د ننګرهار ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري د یاد ولایت مرکز، جلالآباد ښار د ۹ ناحیې اړوند په «غازي امانالله» ښارګوټي کې نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې نیول شوي کس دا ۴ زره ۷۳۹ عدده د نشې ګولۍ په یو موټر کې ځای پرځای کړې وې او د قاچاقکولو هڅه یې کوله.
سرچینې دا نه دي ویلي چې چې نیولشوي کس دا ګولۍ چېرته قاچاق کولې، خو زیاته کړې یې ده چې نیولشوی کس به لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.


