خانهافغانستانډان ورځپاڼه: د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته...

ډان ورځپاڼه: د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» د افغانستان – پاکستان ترمنځ سوداګرۍ تر ټولو کمه ښودلې او ویل شوي چې په  ۲۰۲۶ مالي کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. 

په راپور کې راغلي چې افغانستان دا مهال د سوداګرۍ لپاره د ایران او منځنۍ اسیا ترانزیټي لارې کاروي او دا چاره یې زیاته کړې ده. 

تر دې مخکې د پاکستاني سوداګرو ټولنې له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدو دوام ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې وو چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل‌کېدو وروسته هره ورځ دوی ته میلیونونه پيسې تاوان اوړي. 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه له تېرو څو میاشتو راهیسې بنده شوې او لامل یې هم وخت ناوخت د پاکستاني حکومت له لوري د تورخم او سپین‌بولدک د لارو تړل‌کېدل بلل شوي دي. 

بلخوا افغانستان او‌سمهال د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې خپله سوداګري روانه ساتلې او په هېواد کې د سوداګریز کړکېچ مخه نیولې ده.

د یادولو ده چې کلونه مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په بې‌سارې توګه زیاته وه او دواړه هېوادونه تقریباً په دې برخه کې یو پر بل متکي وو، خو د اسلامي امارت او پاکستاني سرحدي ځواکونو د پرله‌پسې نښتو له امله ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوې.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه