د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) منلې چې په اردن کې د ایران د هوایي بریدونو له امله یې دوه پوځیان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپيان شوي دي.
د سنټکام په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې اډې د ایران د برید له امله یو امریکایی پوځي نادرکه شوی هم دی.
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت تایید کړې وه چې له ایران سره یې د تازه نښتو له امله تر دې دمه ۴۲۷ پوځیان ټپيان شوي دي.
په ورته مهال د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنهيي امریکا ته خبرداری ورکړی چې د ایران ملت او حکومت به له امریکا څخه د هر برید غچ په څو برابره واخلي.
مجتبی خامنهيي ویلي چې د امریکا پرلهپسې سرغړونو دا وښوده چې د «ډونالډ ټرمپ» لاسلیک څومره بېارزښته دی.
د ایران مذهبي مشر همداراز امریکا ته ګواښ کړی چې بریدونه یې دوامدار شي، دوی به دغه هېواد ته غاښماتوونکی ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شوې او د کارپوهانو په وینا چې دا ځل جګړه خطرناک پړاو ته ننوتې ده.


