خانهافغانستانروزګان کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو...

روزګان کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو د ترمیم پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې

د ټولګټو وزارت وایي چې د یاد وزارت له لوري د روزګان ولایت د ترینکوټ – دهراود ولسوالۍ د ۲۰ کیلومتره، ترینکوټ – چورې ولسوالۍ د ۴۲ کیلومتره او ترینکوټ – چنارتو ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ چارې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا پروژه د ټولټال ۱۸ میلیون ۴۹۴ زره افغانیو په ارزښت له یو ساختماني او سړک‌جوړونې شرکت سره قرارداد شوې، او دا مهال یې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د یادو مسیرونو په اوږدو کې د ۵ پلګوټو، ۴۷۰ مترو استنادي دېوالونو او ۳۳۰ مترو معبرو (واشونو) د ترمیم او داغګیرۍ چارې هم شاملې دي، چې په اساسي ډول به ترمیم او ورغول شي.

د ټولګټو وزارت لیکلي چې د دهراود، چورې او چنارتو ولسوالیو د سړکونو ترمیم او داغګیري د یادو ولسوالیو د ترانسپورتي وضعیت په ښه‌والي، د خلکو د تګ راتګ په اسانتیا او د هېوادوالو په خوندیتوب کې مهم رول لري.

د سرچینې په وینا چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو او بازارونو ته د لاسرسي لا زیاته زمینه برابره شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه