د ایران او امریکا د بریدونو په دوام، تازه د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران پر بېلابېلو ښارونو هوایي بریدونه کړي دي. بلخوا ایران په منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو توغندي او ډرون توغولي دي.
د راپورونو له مخې چې تېره شپه د ایران په سیریک ښار کې د درنو چادنو اواز اورېدل شوی. بلخوا د ایران سپاهپاسداران ویلي چې دوی په بحرین کې د مصنوعي ځیرکتیا هغه مرکز ویشتلی چې د امریکا له لوري د نظامي علمیاتو لپاره کارول کېده.
په راپورونو کې د سپاهپاسداران په حواله ګواښ شوی چې ایران به دا ځل د امریکا معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا مرکزونه په نښه کړي.
سپاهپاسداران خبرداری ورکړی چې دا ډول عملیات به د امریکا د هغو بریدونو په غبرګون کې وشي چې که امریکا د ایران پلونه او برېښنایي تاسیسات په نښه شي.
د ایران په خبرداري کې ویل شوي چې که امریکا د ایران پلونه او برېښنایي تاسیسات په نښه کړي، تهران به په سیمه کې د امریکا تر ټولو ارزښتمنې شتمنۍ وولي.


