د ننګرهار امنیتي مسوولینو ویلي، چې د اړوند پچیر اګام ولسوالۍ هزارناو تنګي پونګه ساحه کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د دوهمې سرحدي لوا د کشفي راپورونو پر اساس یو اندازه قاچاقي درمل نیولي دي.
۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو وياند مولوي وحيدالله «محمدي» نن(پنجشنبه، د جولای ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په یادو درملو کې (۵۰۰) پاکټه الپرازوليم (۲۰۰) پاکټه ليفلوکس (۲۰۰) پاکټه ډاپا (۱۵۰) پاکټه ايماکسل (۱۸۰) پاکټه لينزوليد ګولۍ (۲۰۰) بوتلونه لوفراميدويال چې له پاکستان څخه افغانستان ته په ناقانونه ډول انتقالېدل نیولي دي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم له پاکستان څخه په قاچاقي ډول د ډرملو او نورو خوراکي توکو مخه نیول شوې وه.


