د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ایران کې د بندي امریکایي وګړي له خوشېکېدو خبر ورکړی. خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه لیکلي چې دا امریکایي وګړی د ۲۰۲۴ز.کال له ډسمبر راهیسې په ایران کې بندي و او تازه د وتلو اجازه ورکړل شوې ده.
د امریکا ولسمشر همداراز لیکلي چې واشنګټن د تهران دغه اقدام ستایي، او خوشی شوی امریکایي روغتیايي وضعیت هم ښه دی.
بلخوا ایراني چارواکو تر اوسه د «ډونالډ ټرمپ» د دغو څرګندونو او خوشېشوي امریکايي وګړي په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ جګړې زور اخیستی او دواړو هېوادونو یو پر بل پراخ بریدونه کړي دي.
تازه د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د امریکا د تېرې شپې په بریدونو سره د ایران د هوایي دفاع سیستم او د ډرون او توغندیو تاسیسات ویشتل شوي دي.
بلخوا ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې له امریکا سره شوې هوکړه «بېمانا» ده او دوی له یو ستر پوځي هېواد سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.


