د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د تېرې شپې په بریدونو سره یې په ایران کې د هوایي دفاع سیستم، د توغندیو او ډرون تاسیسات په نښه شوي دي.
سنتکام ویلي چې دا بریدونه په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ګواښ له منځهوړلو په موخه شوي دي.
تر دغو بریدونو مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې د بریدونو دا لړۍ به تر ټولو خطرناکه او ویجاړوونکې وي.
ټرمپ همداراز ټینګار کړی چې که تهران د سولې مذاکراتو ته ونه ګرځي، امریکا به د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه کړي.
بلخوا د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف ویلي چې دوی له یو ستر هېواد سره په جګړه کې ښکېل شوي او بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي امریکا ته خبرداری ورکړی چې نور په اسلاماباد کې شوې هوکړه بېمانا ده او جګړه له سره پیل شوې ده.
د یادولو ده چې د امریکا د هر تازه برید په غبرګون کې ایران په بحرین، کویټ او ځینو نورو هېوادونو کې د امریکا پر اډو پراخ توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې په یادو اډو کې ډېر سیستمونه ویجاړ شوي دي.


