د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا تهران ته خبرداری ورکړی چې که له واشنګټن سره مذکراتو ته حاضر نهشي، امریکا به دا ځل د ایران پر برېښنايي تاسیساتو او پلونو بریدونه وکړي.
ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ایران برېښنايي تاسیسات او پلونه په نښه شي.
د امریکا ولسمشر دا تازه څرګندونې له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې او ایران ته یې د پخوا په څېر د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.
بلخوا د ایران پوځي چارواکو ټینګار کړی چې د امریکا هر برید په بېځوابه نه پرېښودل کېږي او په ټوله سیمه کې به امریکايي اډې هدف ګرځول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه امریکا د ایران پر ځینو ښارونو بیاځلي پراخ بریدونه وکړل او په ځواب کې ایران په منځني ختیځ کې امریکايي اډې د ډرون او توغندیو په وسیله په نښه کړې.
بلخوا د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو ایران ته خبرداری ورکړی چې که پر دوی د ایران له لوري برید وشي، دوی به یې په ځواب کې پر ایران تر ټولو بېساري بریدونه وکړي او تهران به یې درنه بیه پرې کړي.
دا خبرداري داسې مهال ورکول کېږي چې تازه ځینو کارپوهانو د ایران له لوري د «ټرمپ» او «نتانیاهو» په ګډون د احتمالي په نښهکېدو خبر ورکړی دی.


