خانهافغانستان"د کابل – بګرام سړک د لومړي فاز جوړولو چارې په ۱۴۰۶...

“د کابل – بګرام سړک د لومړي فاز جوړولو چارې په ۱۴۰۶ کال کې بشپړېږي”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د کابل – بګرام سړک د لومړي فاز جوړېدو چارې ۳۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا سړک ۶٫۲ کیلومتره اوږدوالی او ۵۰ متره سور لري، او د جوړېدو چارې به یې راتلونکي ۱۴۰۶ کال کې بشپړې شي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دې سړک ۴۵۵٫۸ میلیون افغانۍ مصرف راځي، او شنه ساحه، ګلدانونه، ویالې او پلې لارې د دې پروژې برخې دي. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې دا سړک د نوي کابل پروژې د زیربناوو په برخه کې له مهمو او اساسي پروژو څخه ګڼل کېږي. 

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد د یو شمېر لویو لارو د جوړولو او رغولو چارې هم پیل شوې چې د ډېرو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. 

بلخوا په کابل ښار کې ډېر سړکونه پراخه شوي هم دي او همداراز د هېواد په ډېرو ښارونو کې د دویم لین سړکونو جوړېدو چارې هم روانې دي. 

د سړکونو د جوړولو او پراختیا دا ډول پروژې وخت ناوخت د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوې او د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه