د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش یو ځل د امریکا او ایران د پوځي شخړو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې. او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې په بیړني ډول بیا خبرې پیل کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تېره شپه(یکشنبه، د جولای ۱۲مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې هرمز تنګي کې د ایران په کښتیو بریدونه، د امریکا لخوا په تهران بریدونه او د ایران لخوا د سیمې هېوادونو کې د امریکا پر اهدافو بریدونه باید هرڅه ژر ودرول شي.
ګوترش ویلي، د جګړې دوام به د سیمې، نړیوالې سولې او امنیت او د نړیوال اقتصاد لپاره ویجاړونکي پایلې ولري. هغه له ایران او امریکا غوښتنه کړې چې په بیړني ډول خبرې بیا پیل کړي او د ډیپلوماسۍ له لارې پاتې مسلې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه امریکايي پوځ خبر ورکړی چې د ایران پر بېلابېلو سیمو یې تازه هوایي بریدونه کړي دي. له دغو بریدونو څو ساعته وروسته په کویټ، اردون او بحرین کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
په ورته مهال ځینو کارپوهانو د ایران او امریکا جګړه خطرناک حالت ته ننوتې بللې او اندېښنه یې ښودلې چې ښايي دا ځل یې زیان ټوله سیمه تجربه کړي.


