د ا.ا معیار او کیفیت اداره وایي چې په ابو نصر فراهي بندر کې د غیرمعیاري ودانیزو توکو د رالېږد مخه نیول شوې او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي: “د معیارونو د اغېزمن پلي کولو او د ودانیزو توکو د کیفیت ساتلو په موخه د ابو نصر فراهي بندر له لارې د غیرمعياري نبشي او نوداني وسپنې د یوې محمولې د ننوتلو مخنیوی شوی دی.”
د خبرپاڼې له مخې، یادې محمولې ۲۵٫۱۳۰ ټن وزن درلود چې له اړینو ارزونو او لابراتواري ازموینې وروسته د هېواد له داخلي معیارونو سره په ټکر کې تثبیت شوې او د هېواد بازارونو ته یې له ننوتلو څخه مخنیوی شوی دی.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول او تثبیت بهیر په منظمه توګه دوام لري او د هغو بې کیفیته او غیرمعیاري توکو د ننوتلو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت د منلو وړ نه وي چې د هېوادوالو روغتیا او خوندیتوب ګواښي.
د اسلامي امارت معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې د بېلابېلو بېکیفیته توکو د ننوتو مخه نیولې وه.


