خانهاقتصاد او تجارتد شرکتونو پر عایداتو مالیات پنځوس سلنه کم شول

د شرکتونو پر عایداتو مالیات پنځوس سلنه کم شول

د ا.ا د پرېکړې له مخې، مالیې وزارت په هېواد کې د ځینو معنوي، حکمي او حقیقي اشخاصو پر عایداتو مالیې راکمې کړې. له دې وروسته د کانونو پرته له ټولو معنوي او حکمي اشخاصو، روغتونونو او روغتیایي مرکزونو پر عایداتو یوازې لس سلنې مالیه اخیستل کیږي. دا کچه له دې مخکې شل سلنې وه.

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي نن(یکشنبه، د جولای ۱۲مه) د مالياتي تخفيفونو اعلان غونډه کې وويل، د ا.ا له لوري د مالياتي تخفيفونو نوې بسته په څلورو برخو کې عملي کېږي.

د دغې اداري مرستيال ټينګار کړی، چې د ماليې وزارت مسوولین مکلف دي، څو ماليات له خلکو څخه په غوره او مناسبې طريقې راټول او د مالياتي چارو په تطبيق کې عدالت او شفافيت په پام کې ونيسي.

د هغو اشخاصو لپاره مالیه معاف شوې چې کلنۍ عاید یې ۱۲۰ زره افغانۍ وي. له دې مخکې دا کچه ۶۰ زره افغانۍ وه.

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د مالیاتي تخفیفونو د اعلان غونډه کې وویل، که له هر سوداګر او یا بل وګړي اضافي مالیه اخیستل شوې وي د دوی ضامن او ځواب ویونکي دي او ډاډ یې ورکړی، چې د خلکو مالیات په خپلو ځایونو کې لګول کیږي.

د ماليې وزیر همداراز ویلي، ا.ا په تېرو پنځو کلونو کې خلکو ته په ۱۳بېلابېلو برخو کې تخفیفونه ورکړي او دا لړۍ به راتلونکي کې هم دوام لري.

مالیې وزارت د ملکیتونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې صفر اعشاریه پنځه سلنې ته راښکته کړې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه