د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې سږ کال د هېواد ټوله کرنیزه ځمکه څه باندې درې میلیون هکټاره ښودلې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د «ریموټ سنسنګ» ټکنالوژۍ او سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل او ارزونې پر بنسټ په ۱۴۰۵ کال کې د هېواد د اوبیزو او للمي کرنیزو ځمکو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي.
د یادې ادارې ویاند، محمد حلیم رافع په اېکسپاڼه لیکلي چې د دې ارزونې له مخې سږ کال ټوله کرنیزه ځمکه څهباندې ۳ میلیونه هکټاره ده، چې له دې ډلې ۲٫۱ میلیونه هکټاره اوبیزه او نږدې ۸۷۴ زره هکټاره للمي ځمکه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په لومړیو دوو میاشتو کې سخت ورښتونه هم وشول، چې د هېواد د کروندګرو هیلې یې ژوندۍ کړې.
که څه هم دغو ورښتونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه واړول، خو د هېواد بزګرانو دا ورښتونه د یو اباد کال لپاره مهم بللي دي.
د یادولو ده چې د هېواد تر کښت لاندې سیمو کې د زیاتوالي یو لامل هم سږني ورښتونه او د سیندونو اوبو د کچې لوړېدل بلل کېږي.


