د همشهري ورځپاڼې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره جوړ شوی ګرافیک ډیزاین د “غچ اخیستل حتمي دي” تر سرلیک لاندې. دغه انځور کې د ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو په ګډون ۱۳ لوړ پوړي امریکایی، اسراییلي او اروپايي چارواکي ښیي چې د زندان نارنجي یونیفورم یې اغوستی او په تندیو یې د ټوپک نښې دي.
دا اقدام د ایران مشر مجتبی خامنهاي ته منسوب یو پیغام سره سمون خوري، چې پکې هغه ژمنه کړې وه چې د “مجرم قاتلینو” څخه به د خپل پلار د وینې غچ واخلي.
د ټرمپ او نتنیاهو سربېره، عکس نور مهم شخصیتونه لکه مارکو روبیو، پیټ هیګسیټ، براډ کوپر، مایک هاکابي، او د څلورو اروپایي هېوادونو مشران – بریتانیا، فرانسه، ایټالیا او جرمني – د فبروري د ۲۸مې د برید مسوولین هم پېژني.
د پام وړ خبره دا ده چې په لېست کې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وینس شامل نه دی.
له دې سره د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت په ټولنیزه شبکه ایکس کې یو بیان خپور کړ، چې پکې ویل شوي: “قاتل ایراني رژیم، چې د ازادۍ غوښتلو لپاره یې خپل ۴۰ زره خلک وژلي، اوس د ډیموکراتیکو هېوادونو د مشرانو په وړاندې تاوتریخوالی هڅوي.”


