خانهافغانستان"اوسمهال له ۱۵ زرو ډېرو هېوادوالو ته د غالیو تولید په برخه...

“اوسمهال له ۱۵ زرو ډېرو هېوادوالو ته د غالیو تولید په برخه کې کاري فرصت برابر شوی”

د افغاني غالیو تولیدوونکې او صادروونکې اتحادیه وایي چې اوسمهال په هېواد کې د غالیو تولید په برخه کې د ډېرو ښځینه‌وو په ګډون څه باندې ۱۵ زرو کسانو ته کاري زمینه برابره شوې ده.

د دې اتحاديې مسوولینو په هېواد کې د غالیو تولید ظرفیت د میاشتې تر ۱۰ زرو مترو پورې ښودلی، او په وینا یې چې اوسمهال د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۸ هېوادونو ته صادریږي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د افغانستان په غالیو کې اصیلې طرحې، د اوبدونکو مهارت او د طبیعي وړیو کارول د لوړ کیفیت اصلي لاملونه دي، او ډېرې یې ترکیې، اروپایي او عربي هېوادونو، امریکا او کاناډا ته صادریږي.

د افغاني غالیو تولیدوونکې او صادروونکې اتحادیې مسوولینو همداراز ویلي چې اوسمهال افغانۍ غالۍ په نړیوالو بازارونو کې د خپل لوړ کیفیت له امله مشهورې شوې دي. 

د یادولو ده چې افغاني غالۍ د افغانستان د ولس د فرهنګي هویت ښکارندویي کوي چې له طبیعي رنګونو، وړیو او کلتوري نښو څخه جوړېږي.

د افغاني غالیو هر تار د تاریخ یوه برخه او هر رنګ یې د احساساتو یو ژور پیغام لېږدوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه