د ایران له لوري په هرمز تنګي کې د یوې بېړۍ له ویشتلکېدو وروسته امریکا پر ایران تر ټولو پراخ بریدونه کړي، او د دغه هېواد په جنوب او یو شمېر نورو سیمو کې لسګونه ځایونه ویشتل شوي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې دا بریدونه یې په هرمز تنګي کې د سوداګريزې بېړۍ د ویشتلکېدو په غبرګون کې کړي دي.
د راپورونو له مخې چې بلخوا ایران د امریکا له دغو بریدونو وروسته «هرمز تنګی» په بشپړه توګه تړلی او سمدستي یې منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو بریدونه پیل کړي دي.
ویل کېږي چې ایران په قطر، اماراتو، کويټ، اردن او بحرين کې د امريکا پر اډو توغندیز بریدونه پیل کړي او لا هم ادامه لري.
د ایران پوځي چارواکو ویلي چې دا ځل یې د بالیستیک او ډرون په مټ د امریکا په اډو دقیق او تر ټولو پراخ بریدونه پیل کړي دي.
ایران خبرداری ورکړی چې دا ځلي ځواب به یې تر پخوا څو چنده خطرناک وي او ښايي دا جګړه ټولې سیمې ته وغځېږي.
په ورته مهال یو شمېر کارپوهانو د ایران او امریکا ترمنځ پر تازه پیلشوي کړکېچ اندېښنه ښودلې او دا یې د ټولې سیمې د اقتصادي وضعیت لپاره ناوړه تحول بللی دی.


