د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې سږکال د افغانستان نفوس ۳۷.۲ میلیونه اټکل کړی او ویلي یې دي چې ددې نفوس ۴۹ سلنه ښځینه او ۵۱ سلنه نارینه وګړي دي.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ویاند رفیع حلیم نن(شنبه، د جولای ۱۱مه) ویلي، د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه وګړي په اطرافو یا کلیو کې ژوند کوي چې شمېر یې نږدې ۲۶ میلیون کسانو ته رسیږي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، همدارنګه د ټولو نفوسو ۲۶ سلنه وګړي بیا په ښارونو کې ژوند کوي چې شمیر یې ۹.۸ میلیونو ته رسیږي. دده په وینا د کوچیانو فیصدي ۴ ته رسیږي.
د نفوسو د دې اټکل له مخې د ۳۴ ولایتونو له ډلې تر ټولو ډېر وګړي په کابل کې ژوند کوي چې شمېر یې ۶.۴ میلیونه ته رسیږي، د هغه په خبره، د کابل د نفوس له دې ډلې ۳.۳ میلیونه وګړي نارینه او ۳.۱ میلیونه یې ښځینه دي. د ولایتونو په قطار کې د نفوسو د ګڼه ګوڼې له اړخه هرات دویم ولایت چې ۲.۴ میلیون وګړي پکې ژوند کوي، حلیم ویلي له دې ډلې ۱.۲۳ میلیونه نارینه او ۱،۲ میلیون ښځینه وګړي دي.
له دې سره یوناما هم د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر فېسبوکپاڼې لیکي، چې د نړۍ نفوس وده کوي، د نفوسو زیاتوالي لړۍ دوام، د اقلیم بدلون او دوامداره پرمختګ ترمنځ اړیکه تر بل هر وخت ډیره مهمه شوې ده.
د یوناما په وینا، افغانستان هم په دې برخه کې د پام وړ ننګونو سره مخ دی. که څه هم افغانستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو د ایستنه یوازې ۰.۰۱ سلنه ونډه لري، خو بیا هم د اقلیم د بدلون لپاره په نړۍ کې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان نفوس به په ۲۰۲۶ کال کې ۴۸.۶ میلیون ته ورسیږي.
د یادولو ده چې د نفوسو نړیواله ورځ هر کال د جولای ۱۱مه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. د دې ورځې د نمانځلو اصلي موخه د کورنۍ تنظیم، بېوزلي، جنسیتي برابري، بشري حقونه او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي په څېر د نفوسو د مهمو مسلو په اړه د خلکو پوهاوی لوړول دي.


