خانهنړۍاسپانیا کې پراخه اورلګېدنه؛ تر اوسه د مړو شمېر ۱۲ ته رسېدلی

اسپانیا کې پراخه اورلګېدنه؛ تر اوسه د مړو شمېر ۱۲ ته رسېدلی

نړیوالو رسنیو په اسپانیا کې د پراخې اورلګېدنې له امله د ۱۲ کسانو د مړینې او ۲۳ نورو له لادرکه‌کېدو خبر ورکړی دی.  

د راپورونو له مخې چې دا اورلګېدنه د دغه هېواد «المریا» ولایت په «لوس ګایاردوس» کې رامنځته شوې چې له امله یې ۸ کسان ټپیان شوي هم دي. 

په راپورونو کې د دې اورلګېدنې د پراخېدو خبرداری هم ورکړ شوی او د ټپيانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی. 

ویل کېږي چې د دې اورلګېدنې له امله تر ډېره د برېتانیا او بلژیک اوسېدونکو په ګډون بهرنیو وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  

په ورته مهال د دغه هېواد چارواکو د اورلګېدنې پر مخنیوي ټینګار کړی او اور وژونکي ټیمونه یې ګومارلي دي. 

ویل کېږي چې هلته لنډمهاله چټک بادونه د اور د پراخېدو لامل شوي او اټکل کېږي چې هلته ښايي مرګ‌ژوبله زیاته شي. 

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ځنګلي اورلګېدنې زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې اقلیمي بدلون او د هوا تودوخه بلل کېږي.

څو ورځې مخکې په امریکا کې د خونړیو ځنګلي اورلګېدنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه