په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په دوام، تازه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد له زندانونو ۶۳۸ افغانان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کډوال له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې له خوشېشویو افغانانو سره د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته اړینې مرستې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغانانو نیول، ځورول او په بېرته خپل هېواد ته رالېږل زیات شوي دي.
بلخوا پاکستاني حکومت ویلي چې دوی به ټول افغانان له دغه هېواد څخه وباسي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو له پاکستاني حکومت غوښتي چې هلته دې د افغانانو نیول ودروي او د دوی له ځورولو دې لاس واخلي.
د یادولو ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې شاوخوا اته میلیون افغانان هېواد ته رالېږل شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
بلخوا اسلامي امارت ویلي چې تر دې دمه یې د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


