خانهنړۍټرمپ: له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی  

ټرمپ: له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی  

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی او نور له تهران سره د هوکړې کولو اراده نه لري. 

ټرمپ نن (چهارشنبه) په ترکیه کې د ناټو سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې نور له ایران سره د سولې مذاکرات غځول د واشنګټن لپاره د وخت ضایع ده.

ټرمپ په خورا توندو الفاظو ویلي: “نه غواړو نور له هغوی سره هوکړه وکړه، له هغو ناروغو کسانو سره”

د رویټرز په راپور کې راغلي چې ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې تېره شپه دواړو هېوادونو یو پر بل پراخ بریدونه وکړل. او ټرمپ تازه ویلي چې نور له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي وو چې د ایران پر بېلابېلو سیمو یې شاوخوا ۸۵ اهداف په نښه کړي دي. بلخوا د ایران سپاه‌پاسداران هم په بحرین او کویټ کې پر امریکايي اډو د توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی.

سنتکام ادعا کړې چې ایران پرون (سه‌شنبه) په هرمز تنګي کې پر دوو سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي او دوی یې په غبرګون کې پر ایران بریدونه کړي دي.

په ورته مهال کارپوهانو د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیلېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه