د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسه «حنان بلخي» وایي چې د بودجې د کمښت له امله د سږ کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي. په داسې حال کې چې لا هم په افغانستان کې ۱۴٫۴ میلیون خلک روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
نوموړې په اېکسپاڼه لیکلي چې دا مهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړ دي او د روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې باید نړیوال ملاتړ زیات شي.
حنان بلخي اندېښنه څرګنده کړې چې اوسمهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسې افغانستان ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره ناستې هم کړې، او د نړیوالو مرستو ډاډ یې ورکړی دی.
د یادولو ده چې تر دې مخکې یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بېوزلۍ پر زیاتېدو او بشري وضعیت د خرابېدو له امله اندېښنه ښودلې وه.
په افغانستان کې د بېوزلۍ ستر لاملونه وروستي سیاسي بدلونونه، بېروزګاري او نور مسایل بلل کېږي.


