چینايي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې د خونړي توپان او ځمکېښویېدو له امله اته کسان مړه او شاوخوا ۲۸۰ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې چې هلته ډېری کسان لا هم نادرکه دي او د موندلو عملیات یې پيل شوي دي.
د چین رسنیو همداراز راپور ورکړی چې د دغه هېواد بېلابېلې سیمې په وروستیو ورځو کې له سختو بارانونو او توپانونو سره مخ دي چې د باد سرعت په یو ساعت کې آن تر ۱۴۰ کیلومترو پورې رسېدلی دی.
ویل کېږي چې د دغو توپانونو له امله تر دې دمه ۸ کسان مړه، نږدې ۲۰ ورک او شاوخوا ۲۸۰ نور ټپیان شوي دي.
چینايي چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښایي د مړو شمېر زیات شي.
بلخوا په ټولنیزو پاڼو له خپرو شویو ویډیوګانو ښکاري چې د باد سرعت له امله ډېری ونې له بېخه ایستل کېږي او د برېښنا شارټۍ پېښې هم رامنځته کېږي.
چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وخت ناوخت پکې دا ډول خونړي توپانونه رامنځته کېږي چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوړي.


