د سریلانکا د نګومبو ښار په یوه زندان کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ څخه زیات نور ټپیان دي.
د الجزیرې په وینا، نښتې د تېرې یکشنبې په ورځ د پلازمینې کولمبو شمال ته شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې د نیګومبو په زندان کې پیل شوې او تر دوشنبې پورې یې دوام وکړ.
د نګومبو روغتون مشرې پوشپا ګملات د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د څلورو زندان ساتونکو او ۱۵ بندیانو جسدونه روغتون ته لیږدول شوي، او له ۱۰۰ څخه زیات ټپیان هم درملنه کیږي.
په ورته وخت کې، سیمهییز ټلویزیوني چینل هیرو د مړو شمېر لږترلږه ۲۰ تنه راپور ورکړ.
د سریلانکا د پولیسو ویاندې چندانا هیرات د نښتو او د یو شمېر خلکو د مړینې تایید وکړ، خو نور جزییات یې ورنکړل. له دې سره د سریلانکا چارواکو تر اوسه د نښتو لامل نه دی روښانه کړی او د پېښې انګېزه لا هم روښانه نه ده.


