د هند په ممبۍ ښار کې د پرلپسې سختو بارانونو له امله څو ودانۍ نړېدلي له چې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.
د رویټرز په وینا، دا پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ د ختیځ ممبۍ په مانکهورد سیمه کې وشوه. دا یوه بېوزله سیمه ده چې د سختو بارانونو له امله په دوه څخه تر درې پورې څو پوړیزې ودانۍ ونړېدې.
د ښار چارواکو وویل چې په دې پېښه کې پنځه کوچني ماشومان او یوه ښځه مړه شوي دي.
سرچینو وویل چې په سیمه کې سخت بارانونه دوام لري، چې د ممبۍ-پونې لویه لاره یې د ځمکې ښویېدو لامل شوې، چې په موقت ډول یې لاره بنده کړه. سربېره پردې، یو شمېر الوتنې او مسافر وړونکي اورګاډي هم ګډوډ او لغوه شوي، او په ممبۍ کې ښوونځي او پوهنتونونه د دوشنبې لپاره تړل شوي دي.
له دې سره د هند د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ممبۍ کې له ۱۰۰ ملي میتر څخه زیات باران ثبت شوی، چې په ځینو سیمو کې تر ۱۶۱ ملي متر پورې باران شوی دی.


