خانهنړۍترکیه کې د ناټو ضد لاریونونو پرمهال له ۱۰۰ ډېر کسان نیول...

ترکیه کې د ناټو ضد لاریونونو پرمهال له ۱۰۰ ډېر کسان نیول شوي

ترکیه کې له ۱۰۰ ډېر هغه کسان نیول شوي چې له ناټو سرمشریزې څخه یوه ورځ مخکې یې د ترکیې کمونیست ګوند لخوا په انقره کې د ناټو ضد لاریون کې برخه اخیستې وه.

د ترکیې کمونیست ګوند ویلي چې لاریون د انقرې په مرکزي سیمه کې شوی او پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی. لاریونوالو د «قاتل ناټو، له هیواده ووځه» او «ناټو ته لاره تړل شوې ده.» شعارونه ورکول.

په استانبول کې د همدې ګوند لخوا تنظیم شویو سلګونه کسانو د «دولماباغچې» په لور لاریون کړی، همداراز په «کادیکوی» سیمه کې هم جلا لاریونونه شوي دي.

بلخوا د ترکیې د کمونیست ګوند عمومي منشي، کمال اوکویان ویلي: “نن، موږ د ترکیې په بېلابېلو برخو کې د ناټو پر ضد راټول شو او ژمنه یې وکړه چې انقره به د ناټو ملاتړو ته نه سپارو.”

د ترکیې حکومت سخت امنیتي تدابیر نیولي او ډیری لوی سړکونه او چوکونه یې تړلي دي. حکومتي چارواکو تر اوسه د نیول‌شویو کسانو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د خلق دیموکراتیک ګوند او د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند مشر «تونجر باکیرخان» د لاریونوالو نیول غندلي او دا یې د ناټو د سرمشریزې په پلمه «ترکیه په توقیف ځای بدلول» بللي دي. دا لاریونونه په داسې حال کې کیږي چې ترکیه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د ناټو د ۳۲ غړو هیوادونو د سرمشریزې کوربه‌توب کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه