خانهافغانستاند افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا به ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلام کړي. دغه لیلام د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغاني اسعارو ارزښت ساتلو په موخه کېږي.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، د جنګاښ ۱۴مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د نقدیتا د مدیریت لپاره به سبا (دوشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) د عامه لیلام له لارې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر وپلوري.

د بانک په اعلامیه کې ویل شوي چې سوداګریز بانکونه، تبادلې شرکتونه او د مالي خدماتو چمتو کونکي چې وړتیا لري کولی شي پدې لیلام کې برخه واخلي.

مرکزي بانک ټینګار کړی چې د لیلام ګټونکي باید د همدې ورځې تر پایه پورې خپل حسابونه تصفیه کړي. همدارنګه، د ژمنه شوي مقدار تادیه باید په نغدي او یوځل ترسره شي، ځکه چې پدې لیلام کې د قسطونو تصفیه اجازه نلري.

مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې، د معاملو جزوي تصفیه اجازه نه لري. داوطلبانو ته اړتیا ده چې خپلې د داوطلبۍ پیسې په نغدي ډول د افغانستان بانک ته په ټاکلې موده کې وسپاري.”

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه