خانهافغانستانیونېسف: نورستان کې نږدې ۱۰ زره خلکو ته د څښاک پاکې اوبه...

یونېسف: نورستان کې نږدې ۱۰ زره خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی چې په نورستان ولایت کې نږدې ۱۰ زره خلکو د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

دغه سازمان په وینا، دا اقدام د نورستان ولایت په یوه ولسوالۍ کې پلي شوی او په افغانستان کې د اوبو رسولو خدماتو ښه کولو لپاره د روانو پروګرامونو یوه برخه ده. د دې پروژې اصلي هدف پاکو اوبو ته د کورنیو لاسرسی زیاتول او د ککړو سرچینو کارول کمول دي.

یونېسف ټینګار کړی چې پاکو اوبو ته لاسرسی د ماشومانو او کورنیو په روغتیا مستقیم اغېزه لري او کولی شي د ناپاکو اوبو له امله رامنځته شوي ناروغیو خپرېدو مخه ونیسي.

سازمان دا هم زیاته کړه چې د هېواد په نورو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ښه کولو لپاره د ورته پروژو پلي کولو لپاره هڅې روانې دي.

په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو کمښت یوه جدي او پراخه ستونزه ده، او د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ډېری کورنۍ لاهم د پاکو اوبو ته د لاسرسي له ننګونې سره مخ دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه