د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اود امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ ورځې سره هم مهاله، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو، د اوکراین د جګړې او یو شمېر نړیوالو او دوه اړخیزو مسلو په اړه په یوه ټیلیفوني اړیکه کې خبرې وکړې.
دا ټیلیفوني اړیکه د امریکا له لوري پیل شوې وه او د امریکا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ترسره شوه. د روسي چارواکو په وینا، دا خبرې اترې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو په څو مهمو نړیوالو مسلو نظرونه تبادله کړل.
د ایران د مسلې په اړه، ولادیمیر پوتین هیله څرګنده کړه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې کولی شي د دواړو خواوو لپاره د تلپاتې او منلو وړ هوکړه لامل شي. هغه د روسیې چمتووالی هم اعلان کړ چې د تاوتریخوالي کمولو او د سیمهییز ثبات ملاتړ کې مرسته وکړي.
د تلیفون په جریان کې د اوکراین جګړه هم بحث شوه، او دواړو خواوو د ځمکې پر وضعیت او د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ممکنه لارو چارو په اړه بحث وکړ.
په اقتصادي او فضايي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو مسله او د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې سمبولیک مسلې هم په خبرو اترو کې راپورته شوې. دواړو ولسمشرانو د راتلونکو اړیکو او خبرو اترو د دوام په ټینګار سره پای ته ورساوه.
په وروستیو کلونو کې د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې له سیاسي کړکېچونو سره مل وې، خو د مهمو نړیوالو مسلو په اړه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ مستقیمې اړیکې دوام لري.


