د اسلامي امارت دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد بدخشان ته د سفر پرمهال د دغه ولایت کران و منجان، د زیباک له توپخانې، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه کړې ده.
“مولوي محمد یعقوب مجاهد شمال ختیځو سرحدي سیمو کې له سرحدي ځواکونو او پوستو څخه لیدنه وکړه.”
د اسلامي امارت دفاع وزارت لیکلي چې ښاغلي مجاهد د خپل سفر پرمهال د افغانستان له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “د دې لیدنې پرمهال دفاع وزیر د سرحدي ځواکونو فعالیتونه او چمتووالی ارزولی، د هغوی د هڅو ستاینه یې کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسؤلیت دی.“
د اسلامي امارت دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو، لازمې همغږۍ او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به لا ډېرې هڅې ترسره شي.
د اسلامي امارت دفاع وزیر تر دې مخکې هم د هېواد یو شمېر سرحدي سیمو ته سفرونه کړي او په سرحدي پوستو کې یې د اسلامي امارت له پولیسو سره کتلي دي.


